په افغانستان کې زیږیدلی، وحید آرین ډاکټر دی او اوس مهال د لندن په چستر ښار کې ژوند کوي، نوموړي د ملي روغتیايي خدمتونو په برخه کې معتبره نړیواله جایزه وګټله.
دا جایزه ډاکټر ارین ته د نوموړي موسسې "آرین تلهال" لپاره چې د ټولنیزو رسنیو له لارې روغتيايي سلا مشورې ورکوي، ورکړل شوه.
په دې موسسه کې داوطلبه ډاکټران د امریکا متحده ایالاتونو او انګلستان څخه په هغو سیمو کې خپلو همکارانو ته سلا مشورې ورکوي چې په جګړهييزو سیمو کې دي.
دا بنسټ چې اوس مهال سلګونه ډاکټران یې غړي دي په افغانستان او سوریه، دوه جګړه ځپلي هېوادونو کې د ډېرو کسانو ژوند ژغورلی دی.
آرین اعلان کړی دی چې د نوموړي موسسه به خپل فعالیتونه افریقا ته هم وغځوي.
وحید آرین چې یوازې ۱۵ کلن وه، له افغانستان څخه بریټانیا ته ولاړ او هلته یې په ډېرو ستونزو سره ځان په کمبریج پوهنتون کې طب پوهنځي ته ورساوه او دا پوهنځۍ یې خلاص کړ.
نوموړي وویل:«ما آرین تلهال رامنځته کړ تر څو په ټوله نړۍ کې هغه کسان چې په بد روغتیايي حالت کې دي، د ټکنالوژۍ په مرسته وژغول شي. زموږ موخه د اده چې سیمهييز ډاکټرانو سره مرسته وکړو تر څو په ښه توګه د ناروغانو درملنه وشي.»
مخکې له دې د رټري سولې نړیواله جایزه بې پولې ډاکټرانو ته ورکړل شوې وه.