د بادغیس ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې یوه سړي خپله ماشومه نهه کلنه مېرمن تېره شپه(یک شنبې د زمري۷مه) ووژله.
د بادغیس د پولیسو ویاند، نقیبالله امیني وايي چې وژل شوې جلۍ سامعه نومیږي او د قادس ولسوالۍ په کادانک کلي کې د کورنیو تاوتریخوالي قرباني شوې ده.
د نوموړي په خبره، سامعه کله چې یوازې اووه کلنه ۳۵ کلن شرف الدین ته په نکاح کړه. شرافالدین بله ښځه هم درلوده.
ویل کېږي چې د شرف الدین او سامعې پلارونو ترمنځ د وژنې کومه دوسیه وه چې نومړې په بدو کې ورکړل شوې وه.
له دې سره هم مهال د بادعیس د پولیسو ویاند زیاتوي چې د وژل شوې جلۍ پلار د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د پولیسو په خبره چې سامعه د خپل پلار لخوا واده ته اړه شوې وه. شرف الدین نه دی نیول شوی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملگرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق څرګنده کړې وه چې افغانستان کې د قانونِ عمر ښکته ماشومانو د واده شمېر کمه شوې ده.