Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني ښار کې جګړې خصوصي برخې ته څه باندې ۵۰ مېلیون ډالر زیان رسولی

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په غزني کې د څو ورځنیو جګړو په پایله کې په دغه ښار کې خصوصي برخې ته څه باندې ۵۰ مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.

په غزني ښار کې له څلور ورځنیو جګړو وروسته  دغه کوچنی سوداګریز ښار داسې ښکاري لکه په اور کې چې لولپه شوی وي.

 د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دغه جګړې تر ډېره د غزني په مرکزي سیمو کې سوداګریزو مرکزونو ته‎څېرمه شوی دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي په دې اړه وویل:«له بده مرغه جګړه په سوداګریزه سیمه کې وه چې د غزني په دغو سیمو کې څو پوړه بازارونه شتون لري یعنې د غزني د قومندانۍ په شاوخوا کې څه باندې پنځه ستر سوداګریز بازارونه سوځېدلي دي.»

خو د غزني ولایتي شورا په دغه ښار کې اوښتي مالي زیاتونو له سلو ېلیونه ډالرو زیات بولي.

د غزني د ولایتي شورا غړی حمیدالله نوروز په دې اړه څرګنده کړه:«په غزني کې د وروستیو پېښو له امله زیانونه زښته زیات دي او که‎چېرې یو پلاوی له مرکز څخه هلته واستول شي دا زیانونه څه باندې ۱۰۰ مېلیونه ډالر دي.»

غزني یو مهم ولایت دی او د هېواد د مرکزي ولایتونو تر منځ د توکو د اکمالاتو مرکز ګڼل کیږي.

 دې ته په پام سره چې غزنی د هېواد له اتو ولایتونو سره ګډه پوله لري د دغو اتو ولایتونو د اړتیا وړ توکي تر ډېره د غزني له بازارونو تر لاسه کېږي.

 له همدې امله په دغه ولایت کې وروستیو جګړو او د مارکيټونو سوځېدو مالي زیاتونه زیات کړي دي.

په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي له حکومته غواړي چې په غزني کې د وروستیو زیانونو د څېړنې لپاره خپلې څېړنې پېل او له خلکو سره مرسته وکړي.

ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې شاه گل رضایي وايي:« له حکومته غواړم ترڅو د خلکو د زیان د جبران او په غزني کې د ویجاړیو د بیارغونې لپاره دغه ولایت ته پلاوی واستوي او ژر تر ژره د غزني د بیارغونې لپاره اړینه بودیجه برابره کړي.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونه په غزني ښار د وروستیو جګړو له امله اوښتي زیانونه په ۳۰ وروستیو کلونو کې بې مخینې بولي او وايي چې د دغه ښار د بیارغاونې او دغه راز په دغه ښار کې د پراخو سوداګریزو فعالیتونو بیا پيلېدل اوږدې مودې ته اړتیا لري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دغو جګړو  له امله اوښتې زیاتونه تر پنځوس مېلیون ډالرو زیات بولي ؛ خو د غزني ولایتي شورا په دغه ښار کې اوښتي مالي زیاتونو تر سل ملیونه ډالرو زیات بولي .

شریک یي کړئ