پر غزني ښار د طالبانو له ډلهییز برید او د دغه ښار د ځینو سیمو له نیولو پوره یوه اوونۍ وروسته ولسمشر غني نن دغه ښار ته سفر وکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دیوې خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلی غني په خپل دغه سفر کې چې د غزني ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې لپاره تللی، چارواکو ته یې حکم کړی چې د غزني ښار ویجاړې شوې سیمې بیاورغوي.
ولسمشر د دغو برخو د بیارغونې لپاره ۲۰ مېلیونه ډالر ځانګړي کړي او ویلي چې ټول زیانمن شوي ځایونه په اساسي بڼه بیاورغول شي.
طالبانو، د تېرې جمعې پر ګهیځ پر غزني ښار یرغل وکړ او په دغه ښار کې تر چهارشنبې پورې له امنیتي ځواکونو سره ښکېل وو. د شمېرو له مخې څه باندې ۱۰۰ پوځيان او ولسي وګړي په دغو نښتو کې وژل شوي دي.
په دغې موده کې، طالبانو د ښار ډېری برخې وسوځولې – له هغې دلې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او په دغه ښار کې ملي راډیو ټلوېزیون.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا څه باندې ۵۰ مېلیونه ډالره یوازې خصوصي برخې ته زیان رسېدلی دی.
خو ولسمشر په غزني کې د خصوصي برخې د زیانونو د جبران په اړه څه ونه ویل.
له بلخوا، ولسمشر پر غزني ښار د طالبانو د برید د څرنګوالي په اړه، ویلي چې «د غزني د توطیې عمق دې د ملي امنیت له خوا وڅېړل شي او کمزوري ټکي دې څرګنده شي.»
هغه همدرانګه حکم ورکړی چې د غزني ښار د امنیت د لا تامین لپاره باید ډېرې امنیتي حوزې رامنځته شي.
له دې سره په ورته وخت کې د ملي پوځ لوی درستیز شریف یفتلي ویلي چې په غزني کې چاڼيز عملیات جریان لري او اوس ښار خپل عادي حالت ته راستون شوی دی.