په هېواد کې د اوړو د تولید د کارخونو چارواکي وايي چې د اوړو د تولید د څه باندې ۲۰۰ کارخونو له ډلې ۹۵ سلنه کارکونې له ډیوالۍ سره مخامخ شوې دي.
د کارخونو دغه مالکان وايي هېواد ته د غلې دانې د وردولو لپاره د روښانه تګلارې نشتون او همدارنګه د هېواد بازارونو ته له حده زیات د اوړو واردول، د دغو کارخونو د ځوړ لامل شوی دی.
د اوړو د کارخونو د څېښتنو د ټولنې مشر هاشم غزنیوال په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«ستونزې زیاتې دي او حکومت د هغه د حل په فکر کې نه دی له همدې امله اوس په هېواد کې د اوړو د تولید کارخونې له ځوړ سره مخ دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره ډیوالي کېږي.»
د دغو کارونو له ډیوالي کېدو سره جوخت، د دغو کارخونو کارګران هم بې کاره شوي هغه بهیر چې په هېواد کې یې د بې کارۍ کچه لوړه کړې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي چې حکومت په دې اړه ځينې پروګرامونه تر لاس لاندې لري.
هغه وویل:«تر راتلونکو څو ورځ، د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو یو پلاوی له قزاقستانه د غنم د پېر لپاره دغه هېواد ته به سفر وکړي او له دغه هېواده د غنم له پېردولو سره د دغو کارخونو ځينې ستونزې به حل شي.»
دمګړي په هېواد کې د اوړو د تولید څه باندې ۲۰۰ کارخونې ثبت شوې دي او د دغو کارخونو د اوړو د تولید وړتیا په یوه کال کې څه باندې دوه نیم مېلیون ټنه ویل شوی دی.
د کارخونو ځینې څېښتن، له حکومته غواړي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او په هېواد کې د اوړو د تولیدي کارخونو د ملاتړ لپاره، باید پر اوړو د ګمرکي تعرفو نظام ښه کړي.