Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لاجورد لارې ټرانزیټي هوکړه لیک تر راتلوونکو ۲ میاشتو عملي کېږي

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې تر راتلوونکو دوو میاشتو د هېواد صادراتي توکي به د لاجورد له لارې اروپا ته صادر شي.

د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ د لاجورد لارې د هوکړه‎لیک له لاسلیک ۱۰ میاشتې وروسته د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي کابو دوې میاشتې وروسته به دا موافقه عملي شي او په لومړي ګام کې به د هېواد لاسي صنایع او وچې مېوې له دې لارې اروپا ته صادرې شي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه وویل:« تر ۸ یا هم ۱۰ اوونیو یوه ازمویښتي کڅوړه د اقنینې له بندره تورغنډۍ ته استول کېږي چې د دغې کڅوړې له رسېدو سره عملیاتي کارونه رسماً پېلېږي او دا پنځه هېوادونه له یو بل سره او همدارنګه له نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه له افغانستان سره چې اورپا ته د لاسرسۍ غوښتونکی دی له دغې لارې به استفاده وکړي او زموږ توکي به اروپا ته ورسېږي.»

په داسې حال کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د لاجورد لارې په کارولو کې ټولې ستونزې هوارې شوې دي، د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وايي تراوسه د دې لارې د کارولو لپاره په بېلابېلو برخو کې د څو اړخیزو موافقو او شته ستونزو هواري ته اړتیا لري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړی مرستیال خانجان الکوزی وايي:«ډېر ښه خبر دی. له بده مرغه چې عملي نه دی. موږ ډېرې ستونزې لرو. لومړی باید له هغو هېوادونو سره چې د دغې لارې په اوږدو کې دي ګمرګي څو اړخیزه هوکړې لاسلیک شي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د مالوماتو له مخې په کال کې له اروپا او ترکیې څخه د ایران له لارې د کابو نهه سوه مېلیون ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي هطواد ته واردوي، په داسې حال کې چې دغو هېوادونو ته د صادراتو ارزښت یوازې شپږ مېلیون ډالره دی.

له همدې امله دا بنسټ وايي باید په نمایشي توګه د سوداګریزو توکو یوه کوچنۍ برخه له لاجورد لارې صادره نه‎شي بلکې حکومت باید د مېلیونونو ډالرو په ارزښت د هېواد د اړتیا وړ توکو وراداتو بهیر له لاجورد لارې پيل کړي، ځکه د ایران لاره هم ډېر لګښت لري او هم پر دغه هېواد د امریکا بندیزونو ته په پام سره ستونزمن کار دی.  

شریک یي کړئ