د افغانستان د ځينو سیاسي ګوندونو او بهیرونو پلویانو نن د کابل په دوه برخو کې د هغه څه له امله چې د کمېسیون او د حکومت له خوا د دوی د غوښتنو نه منل بولي، لاریون وکړ.
د دغو ګوندونو او بهیرونو استازي وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ تراوسه د حکومت او ګوندونو صلاحیت لرونکی کمېسیون جوړ کړی نه دی او کهچېرې د ټاکنو د سمون لپاره د دوی غوښتنې و نه منل شي، پراخ اعتراضونه به په لاره واچوي.
د اسلامي جمعیت، حزب اسلامي، ملي وحدت، ملي جنبش او د ملي نجات ایتلاف په ګډون د یو شمېر سیاسي ګوندونو او بهیرونو پلویان د هغه څه له امله چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او حکومت لخوا یې د دوی د غوښتنو نه منل بولي د چهارشنبې په ورځ خپل لومړني اعتراضونه پيل کړل.
د ملي ایتلاف غړي محمد عیسي رحیمي په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې لاسپوڅی، مذدور کمېسیون دی، داسې یو کمېسیون دی چې په حقیقت کې پر ملت د خاصو کسانو د تحمیل او دیکتې کول عملي کوي.»
اعتراض کوونکی شېر شاه ولي زاده څرګنده کړه:«د تقلبي سټېکرونو بوجۍ چې ووېشل شوي دا څرګنده ده چې هېواد د کړکېچ په لور بیايي.»
د حامدکرزي هوايي ډګر ته ټولې ورغلې لارې د دغو ګوندونو د پلویانو لخوا تړل شوې وې، خو دا کار د ولسي جرګې د ځینو نوماندانو لخوا ناسم بلل کېږي.
د اسلامي ګوند غړی همایون جریر په دې اړه وویل:«ګوندونه هیلهمن وو چې دغه ګډه ګمېټه به په کار پیل وکړي او د ګوندونو پر غوښتنو او ټاکنیزو ستونزو به بحث وکړي.»
د ولسي جرګې غړی مولا محمد پیمان هم وايي:« دا ګوندونه ټول نوماندان لري دوی ډارېږي چې اولادونه یې رایې نه وړي او په همدې خاطر دوی دا ټولې ستونزې رامنځته کړې دي.»
اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون هر ډول ناقانونه کړنې ردوي او وايي دوی چمتو دي هر ډول څارنه چې ګوندونه یې غواړي ترسره یې کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي څرګندوي:«موږ هم روڼتیا غواړو او ګوندونه یې هم غواړي او د افغانستان خلک یې هم غواړي، خو څه باندې دوه زره او پنځه سوه تنه نوماندان دي، نه شي کېدای چې یو څو تنه راپورته شي او د ۲ زره او ۵۰۰ تنو مخه ونیسي.»
که څه هم ولسمشر د سیاسي بهیرونو له استازو سره په کتنه کې د ګوندونو د طرحې د عملي کولو لپاره د سیاسي بهیرونو او ګوندونو د صلاحیت لرونکي کمېسیون د جوړېدو حکم کړی خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي هره هغه طرحه چې د ټاکنو د ترسره کولو نېټې ته زیان ورسوي نه منل کېږي.