د ایران تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، تهران عراق ته له ایران څخه د لیري واټن ویشتونکي توغندیو لیږد راپورونه رد کړي دي.
مخکې له دې رویټرز خبري آژانس له یو شمېر ایراني، عراقي او لویدیځوالو سرچینو په حواله راپور ورکړی وه چې ایران په عراق کې خپلو نیابتي شیعیانو ته د لیري واټن ویشتونکي توغندي ورکړي او هڅه کوې چې دې هېواد کې د توغندیو تولید پراخ کړي.
د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو په خپله ټویټر پاڼه کې د دې راپورونو د خپرولو په اړه ویلي وه «ژوره اندېښنه» لري او د عراق له حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې د مې په میاشت کې ترسره کېدونکو ټاکنو وروسته نوی حکومت رامنځته کړي.
ده زیاته کړه:«که دا خبرې سمې وي، دا د عراقیانو د بشپړتیا ترپښو لاندې کول دي.»
له بلې خوا هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، بهرام قاسمي وویل:«د دې خبرو یوازینۍ موخه د سیمې هېوادونو ترمنځ د ویرې رامنځته کول دي.»
رویټرز د خپلو سرچینو له قوله لیکلي دي چې ایران غواړي لیري ویشتونکي توغندي عراق کې هم تولید کړي.
د عراق پوځ او دولت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې دا توغندي ۲۰۰تر ۷۰۰ لیري واټن ویشتلی شي چې کولی شي د سعودي عربستان ریاض او د اسرائیلو ل آویو ښار ته ورسیږي.
د راپور له مخې د ایران «پاسدارانو سپاه» مشر، قاسم سلیماني په عراق کې د توغندیز پروګرام څارنه کوي.
مخکې له دې لویدیځ ایران پر دې تورن کړی وه چې د لیري واټن ویشتونکي توغندیو تخنیک یې سوریې، د لبنان حزب الله او یمن ته لیږدولې ده.