د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د آسیا جام پنځوس اوریزو کرکټ لوبو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې د لوبغاړو نوملړ نن(د وږي پر ۱۱مه) اعلان کړ.
ټاکل شوې ده چې د آسیا جام لوبې په دوو ګرونو کې له درېیو ټیمونو سره ترسره شي په دې لوبو کې شپږ آسیايي لوبډلې ګډون کوي. لوبې د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۵ پیلیږي چې تر ۲۸ مې به دوام وکړي.
په دې اعلان شوي نوملړ کې د منیراحمد کاکړ، د هېواد کرکټ ځوان لوبغاړي نوم چې د ۱۹ کلونو لوبډله کې تجربه لري هم لیدل کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به تر راتلونکو څلورو ورځو پورې عربي متحده اماراتو ته ولاړه شي، دا هېواد د لوبو کورته دی.
ټاکل شوې چې د افغانستان لومړۍ لوبه له سریلانکا او دوهمه هم له بنګله دیش سره وي.