Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د امریکا مرستو بندېدو په اړه له پومپیو سره خبرې کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمد قریشي خبریالانو ته ویلي چې د امریکا متحده ایالاتونو لخوا د ۳۰۰ میلیونه ډالرو پوځي مرستې بندولو په اړه په د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو سره چې ټاکل شوې سبا(چهارشنبې د وږي۱۴مه) اسلام آباد ته ځي خبرې وکړي.

د پاکستان پر وړاندې دا سخته پرېکړه هغه مهال وشوه چې دامریکا ولسمشر، دونالډ ټرمپ اسلام اباد د ترهګرو ضد مبارزه کې د نه باور وړ وباله.

ښاغلي قریشي د یک شنبې په شپه خبریالانو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته راشي او موږ به یې اړه خبرې وکړو.

نوموړي وړاندې وویل«موږ به متقابل درناوی د یو بل لپاره په پام کې ونیسو او مخې ته به ځو.»

وروسته له دې چې امریکا متحده ایالاتونو پر پاکستان خپلې ۳۰۰میلیونه ډالره مرستې بندې کړې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې دا پیسې مرسته نه بلکې امریکا متحده ایالاتونو پاکستان ته پر ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې لګول شوې پیسې ورکوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د دې هېواد چارواکو پرېکړه کړې ده تر څو د مرستو پریکولو په اړه په جدي توګه غبرګون ښکاره نه کړي تر هغې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو پاکستان ته راشي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د چهارشنبې پر ورځ)د وږي۱۴مه) اسلام آباد ته ولاړ شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي پر هېواد یې د امریکا مرستو بندولو په اړه

مودبانه غبرګون ښودلی او څرګنده کړې یې ده چې امریکا د پاکستان لخوا د ترهګرۍ ضد لګول شوې پیسې ورکولې.

ده څرګنده کړې ده:«دا مرستې نه دي. دا زموږ پیسې دي چې موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برهخ کې لګولې دي.»

که څه هم ښاغلي قریشي د امریکا پرېکړې په اړه جدي غبرګون نه دی ښودلی، خو زیاته کړې یې ده چې پاکستان د امریکا پر اندېښنو پوهېدی شي او په دې اړه به د پومپیو سره خبرې وکړي.

دی وايي چې د پاکستان حکومت له امریکا متحده ایالاتونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی چې د دواړو خواوو ګټې په کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالتونو تېره ورځ پر پاکستان د ۳۰۰ میلیون ډالرو مرستو بندولو اعلان وکړ.

امریکايي پوځیان په دې باور دي چې پر پاکستان د مرستو بندول به پر دې هېواد فشار راوړي تر څو له ترهګرو سره پرته له توپير څخه مبارزه وکړي.

امریکايي چارواکو په واروار پاکستان په دوګوني سیاست تورن کړی دی او دا چې یو شمېر افغان طالبانو او د حقاني ډلې ته یې په دې کلونو کې ځای ورکړی دی، او په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د امریکا متحده ایالاتونو پر وړاندې د جګړې زمینه برابره کړې ده.

خو پاکستان تل دا ادعاوې ردې کړې دي.

په همدې حال کې د یک شنبې پر ورځ پاکستاني انګلیسي ژبې ورځپاڼې خپل مخالفت د ټرمپ له دې پرېکړه سره ښودلی دی.

د یادولو وړ ده چې پاکستان ته به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تګ پرمهال یې لوی درستیز، جوزف ډنفورډ ملتیا کوي.

شریک یي کړئ