Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اولمپیک ملي کمېټه:د جاکارتا په سیالیو کې افغان لوبغاړي ښه وځلېدل

د افغانستان ورزشي کاروان، د اندونیزیا اسیايي سیالیو کې له ګډون وروسته نن ماسپښین هېواد ته راستون شو.

د افغانستان د سپورټي کاروان په جاکارتا کې د اولمپیک له اسیايي سیالیو یوازې د دوو مډالونو په ګټلو سره نن له ماسپښین وروسته هېواد ته راستانه شول او دلته د کابل په هوایي ډګر کې د خلکو او د اولمپیک او بدني روزنې د کمېټې د مسوولینو له هر کلي سره مخ شول.

دې سیالۍ کې افغان لوبغاړو د ژېړو ۲ مډالونه ګټلي دي.

اسیايي سیالیو کې ۷۹ افغان لوبغاړو په ۱۶ بېلابېلو سپورټي څانګو کې ګډون کړی وو.

بل خوا د ملي اولمپيک کمېټې چارواکي وايي چې په راتلوونکي کې په داسې سترو سیالیو کې د داسې مقام ترلاسه کول د منو وړ نه دي.

د ملي اولمپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ رییس حفیظ ولي رحیمي وویل:«په راتلوونکي کې دا ډول زموږ لپاره د منلو وړ نه دی. خو له دې سره د افغانستان سپورټ له ستر کړکېچ څخه بهر شوی وه، خو بیا هم د سترو ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او حتي ترکمنستان په څېر، افغانستان تر هغې کچې ورسېد او زموږ لوبغاړو اتلولي وکړه.»

د ملي اولمپیک کمېټې اجرايي رییس داد محمد پاینده اختري څرګنده کړه:«دا باور مې نه درلود چې موږ دې مډال واخلو، ځکه سیالۍ په ډېره لوړه کچه وې. خو زه په خپلو لوبغاړو ویاړم.»

په دغو سیالیو کې د ووشو د برخې لوبغاړي خالد هوتک او د کورش لوبغاړي منصور سروري وکړای شول چې د خپلو سیالانو په ماتولو سره د آسیايي اولمپیک لوبو د برونزو مډالونه وګټي.

لوبغاړي خالد هوتک وايي:«له نېکه مرغه موږ ډېر ځواکمن څرګند شو او ومو کړای شول هغه هېوادونه چې له هر پلوه چمتو وو مات کړو.»

د کورش لوبغاړی منصور سروري هم وویل:«یوازینۍ هیله مې دا وه چې ایران ته په یوې لوبه کې ماته ورکړم او په دغو لوبو کې خپلې هیلې ته ورسېدم.»

په دغو سیالیو کې د کورش په برخه کې یما صمند د هېواد د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه ګډون کړی وه.

په دغو سیالیو کې چین د ټولټال دوه سوو شپږ اتیا مډالونو په تر لاسه کولو سره د دوه زرو اتلسم  کال د آسیا د المپیک سیالیو اتلولي خپله کړه .

شریک یي کړئ