Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رحیمي: افغانستان له ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا غواړي

د هرات والي هرات، محمد آصف رحیمي تېره شپه(سې‎شنبې د وږي۱۳مه) د ایراني چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي دي چې اوسنیو شرایطو کې د افغانستان او ایران ترمنځ تر ټولو ډېره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا اړیتا لیدل کېږي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړې ده:«په وروستیو کلونو کې د اقتصاد، علمي، سوداګریزو، فرهنګي او سپورټي برخو کې ګامونه پروته شوې دي او باید دا هڅې لا هم پراخې شي.»

نوموړي وړاندې ویلي دي:«په روغتیايي برخو کې هم همکارۍ شته دي او پرمختللي جراجي ترسره کېږي، د لومړي ځل لپاره هرات کې د ګردې پيوند ترسره شو او موږ له ایران سره د روغتیايي همکاریو پراختیا غوښتونکي یوو.»

ښاغلي رحیمي په دې ناسته کې ویلي دي چې نشه‎یې توکي او د انسان قاچان له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي چې لامل یې ترهګرې ډلې دي.

ده زیاته کړې ده:«له دې ستونزو سره مبارزه په کړنلاره کې ده او په وروستي یوه کال کې شپږ ټنه نشه يي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.»

د هرات والي وروستیو وچکالیو ته په کتو څرګنده کړې ده:«وچکالیو په افغانستان کې د میلیونونو کسانو پر ژوند اغېزه کړې ده.»

همداراز د هرات والي زیاته کړې چې د سلما بند کې د اوبو زېرمه کول له جدي ستونزو سره مخامخ ده او د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو په اړه د خبرو اترو کمېټې د هېرمند هوکړې اجرايي کولو باندې ټینګار کړی دی او ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو پولو ترمنځ د هریرود پر حوزې هم څېړنې کېږي.

دې ته په اشارې دا چې د هرات د برېښنا مهمه برخه د ایران رضوي خراسان راځي، ښاغلي رحیمې په ژمي کې د برېښنا نه پرېکولو غوښتنه کړې ده.

رحیمي ویلي:«د هرات – خواف اورګاډي پټلۍ تعقیب هم کېږي او د هغې اعتبار او همداراز د هغې امنیت په موخه ۴۵۰ تنه امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېرو کلونو کې ایران د پور او مالي مرستو په توګه افغانستان کې میلیونونه ډالر په تخینکي روزنې او مسلک برخې ته ځانګړې کړې دي.

د ایران لخوا یو شمېر پروژې پلې شوې چې له ډلې یې د اورګاډي پټلۍ، په هرات او نیمروز کې له ایران سره پر پوله د پروتو کلیو برېښنا او د سرکونو جوړول دي.

اوس مهال افغانستان په ایران کې د چابهار بندر له لارې ازادو اوبو ته د سوداګرۍ په موخه لار لري.

ښاغلي رحیمي ویلي دي چې نشه‎یې توکي او د انسان قاچان له مهمو ستونزو څخه شمېرل کېږي چې لامل یې ترهګرې ډلې دي

شریک یي کړئ