روېټرز خبري آژانس د خبر له مخې یو ۲۲ کلن آلماني کس شنې شپې(د وږي۱۷مه) د آلمان ختېځ کوټن ښار کې وژل شوی دی. پولیسو د دې پېښې په تړاو دوه افغانان نیولي دي.
د کوټن ښار سیمه ييز څارنوالي ويلي دي چې ۲۲ کلن وژل شوي کس د وژنې په تور دوه تنه نیول شوي دي.
مخکې له دې هم د آلمان په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر جرایمو باندې افغان، سوري او عراقي کډوال تورن شوي وو او پرې فشارونه زیات شوي دي.
د زاکسن انهالټ ایالت کورنیو چارو وزیر خلک آرامتیا ته رابللي دي.