د جورجان پولیس (دوشنبې د وږي۱۹مه) تائیدوي چې د دې ولایت د خمآب ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.
د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان، اسماعیل څرګندوي چې طالبانو نن سهار کابو څلور بجې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ونیولو.
ده زیاته کړه چې له څلور ساعتونو راهیسې، دی له پنځوسو کسانو سره د طالبانو په کلابندی کې دی او که مرسته ورته ونه رسیږي نو له ستونزو سره به مخامخ شي.
دی په دې اړه اندېښنه څرګندوي.
ښاغلی اسماعیل وايي چې له طالبانو سره نښته کې لسو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دی وايي چې اووه تنه افغان سرتېري د طالبانو په لاس اسیر شوي دي او اووه تنه سیمهییز پاڅون کوونکي هم طالبانو ته تسلیم شوي دي.
له بلې خوا د جوزجان ولایتي شورا غړی وايي چې د ولسوالۍ مرکز له طالبانو سره په یوه معامله کې نسکور شوی دی او که مرسته ورته ونه رسیږي نو د دې ولایت نورې برخې به هم نسکورې شي.
طالبانو د خمآب ولسوالۍ نیول تائید کړي دي.