Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه: طالبان له امریکې سره د خبرو اترو نوي پېر لپاره چمتو کېږي

په دغه بهیر کې دوه دخیلو چارواکو د سې‎شنبې په ورځ (د وږي په ۲۰ مه) رویټرز خبري اژانس ویلي چې ټاکل شوې ده طالبان په نېږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه له امریکې سره د خبرو اترو د نوې دورې د پیل لپاره یو پلاوی وګماري.

سرچینې زیاتوي شونې ده چې دواړه خواوې د خبرو په نوي پېر کې د بندیانو د تبادلې په اړه هم سره هوکړې ته ورسېږي.

ویل کېږي چې طالبان مشران دم‎ګړۍ د دغې غونډې پر څرنګوالي او له امریکايي چارواکو سره د لیدو لپاره د درې یا څلور کسیز پلاوي د ترکیب په اړه په سلامشورې بوخت دي.

دغه بهیر ته نېږدې سرچینو ویلي که‎چېرې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د بندیانو د بدلون په اړه هوکړې ته ورسېږي، طالبان به حاضر شي ترڅو له امریکې سره د خبرو اترو یوه بل پړاو ته هم چمتو شي.

یوې له دغو سرچینو په دې اړه ویلي:«که‎چېرې امریکا په دغه بهیر کې صداقت او جدیت وښيي، راتلونکې مذاکرې کولای شي د خبرو اترو راتلونکی بدل کړي. موږ به د هغو بندیانو نوملړ چې د افغانستان په کچه په بندخونو کې دي تسلیم کړو. که‎چېرې هغوی (امریکایان) حاضر شول چې زموږ بندیان ازاد کړي، وروسته موږ کولای شو له یوه بله ستر پلاوي سره لیدنه وکړو.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روان کال په جولای میاشت کې، د طالبانو جنګپوړو چارواکو د سوېلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز سره د قطر په پلازمېنې دوحه کې لیدنه وکړه.

سرچینه همدارنګه وايي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس شېرمحمد عباس ستانکزی به د مذاکراتو په دې پېر کې له طالبانو استازیتوب وکړي.

یوې سرچینې وویل:«تاسې پوهېږئ چې شېر عباس ستانکزی د قطر په دفتر کې د مرستیال په توګهکار کاوه. خو د طالبانو مشرانا اوس په پام کې لرو ترڅو د دې پر ځای بل کس وګماري.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلون کې د طالبانو پر اډو د امریکا هوايي بریدونه په بې مخینې توګه زیات شوي دي. او دغه هېواد او لوېدیځي متحدان یې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه ورکوي. خو امریکايي چارواکي په دې باور دي، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه له سیاسي لارو پای ته رسېدای شي.

پر غزني ښار د طالبانو د تېرې میاشتې برید چې په هغه کې په سلګونه تنه امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي ووژل شول ددې ښودنه کوي چې دغه ډله په هڅه کې ده ترڅو په افغان حکومت له پوځي لارې ډېر فشارونه راوړي.

تېره اوونۍ سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.

ښاغلی خلیلزاد به د امریکا له خوا له طالبانو سره د سولې خبرو اترو مدیریت وکړي.

ښاغلی خلیلزاد د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې د کار مخینه لري، بلکې په عراق او ملګرو ملتونو سازمان کې د سفیر په توګه هم پاتې شوی دی.

نېږدې سرچینو ویلي که‎چېرې د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د بندیانو د بدلون په اړه هوکړې ته ورسېږي، طالبان به حاضر شي ترڅو له امریکې سره د خبرو اترو یوه بل پړاو ته هم چمتو شي.

شریک یي کړئ