Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کريکټ غوره لیګ لوبغاړي وټاکل شول

دعربي متحده اماراتو په شارجې ښار کې د افغانستان د کرکـټ غوره لیګ لومړي پړاو لپاره بېګا شپه (دوشنبې د وږي۱۹مه)پر لوبغاړو بولۍ ووهل شوې.

د افغانستان کرکټ غوره لیګ سیالیو لپاره د سل زره ډالرو په کټګورۍ کې د پاکستان د لوبډلې پخوانی کپټان، د پکتیا لوبډلې واخیست، راشد خان ارمان بیا د کابل لوبډلې ورسېد، ویسټ انډیزی کرېس ګېل بلخ، انډري رسل د ننګرهار او د نیوزي لینډ برنډن مکالم بیا د کندهار لوبډلې ځانته واخیست.

د کرکټ بورډ رئیس، عاطف مشعل وايي:د هغه ملت د بریا داستان دی چي وخت او موکه ورته کمه ورکړل شوې ده، خو دوی ټولې نړۍ ته ښکاره کوي که موکه ورکړل شي نو کولی شي چې د نورې نړۍ ترڅنګ غوره ژوند ولري.

په دغه بولۍ کې د ای پي ایل د پنځو لوبډلو مالکان هم ناست وو چې ټولو په ګډه له مختلفو کټګوریو ۳۴ بهرني او ۵۹ کورني لوبغاړي وپېرل.

د کرکټ لوبډلې کپټان، اصغر ستانکزی څرګندوي: «دا زموږ ټولو لپاره یو خوب وه چې لیګ ولرو او نن یې لرو چې زه یې مبارکي خپل ملت ته وایم.»

همداراز د کرکـټ لوبغاړي هم له دې موکې خوشاله ښکاري.

«د کرکټ لوبغاړی، نبي عیسی خیل زیاتوي: دا تازه دمو لوبغاړو ته ښه موکه ده چې نړیوالو لوبغاړو سره لوبه وکړي او خپله وړتیا ښکاره کړي.»

د کرکټ لوبغاړی، راشد خان څرګندوي:«دا یو لوی ویاړ دی او یوه ښه موکه ده تر څو کرکټ لوبې سره خلک خوشاله کړم.»

بل لوبغاړی، شهزاد محمدي هم خپل نظر داسې څرګندوي:«خوشاله یم چې دلته یم، مخکې مو د نورو لیګونه کتل او اوس موږ په خپله لیګ لرو او دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ دی.»

د افغانستان کرکټ غوره لیګ لومړي پړاو بولۍ ته ټول ټال ۳۵۰ لوبغاړي وړاندې شوي وو.

ټاکل شوې چې دا سیالۍ د اکتوبر په پنځمه متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

شریک یي کړئ