Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سپټمبر له ۱۱ اولس کاله وروسته افغانستان کې د جګړې دوام

د سپټمبر ۱۱ مه د امریکا د سوداګرۍ مرکز پر برجونو او د پنټاګون پر ودانۍ د القاعدې شبکې د بریدونو له ۱۷ کلیزې سره سمون لري چې د امریکايي چارواکو په وینا هغه کې څه باندې ۳ زره تنه وژل شول او په سلګونه تنه نور ټپيان شول.

له نن څخه ۱۷ کاله مخکې امریکا او تړونوال یې د القاعدې شبکې د ځپلو لپاره پر افغانستان برید وکړ او همدارنګه دغه هېواد ته په مېلیاردونو ډالر نړیوالې مرستې راورسېدې، خو په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له ۱۷ کلن حضور وروسته، له اقتصادي او امنیتي پلوه د خلکو ژوند ښه شوی نه دی.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پيښې له امله په زرګونه بهرني پوځیان د القاعدې او طالبانو د ځپلو لپاره افغانستان ته راغلل، څه باندې ۸۴۰ مېلیارد ډالر له ترهګرۍ سره د مبارزې او د همداراز د افغانستان د بیارغونې لپاره په دغو ۱۷ کلونو کې لګول شوي.

 خو هېوادوال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ۱۷ کلن شته والی په دواړه برخو کې دومره اغېزمن نه بولي.

د پلازمېنې اوسېدونکی عبدالرحیم احمدزی وايي:«ناامنۍ زیاتې شوي جګړه زیاته شوې... د خلکو ژوند لا خراب شوی کار نشته.»

تنکی ځوان صفي الله وايي پلار یې پولیس دی او په یوازې د اوه کسیزې کورنۍ د اړتیاوو د برابرولو توان نه‎لري، له همدې امله یې ښوونځی پرېښی او د ترکاڼۍ کار کوي.

د ترکاڼ شاګرد صفي‎الله په دې اړه وايي:«دلته راغم چې کار وکړم، اوس غواړم چې یو کسب زده کړم او ژوند مو ښه کړم.»

ذکي بل شپاړس کلن هلک هم له کورنۍ سره د مرستې لپاره زده کړه پرېښې او د کار له نشتوالي او د ناامنیو له زیاتوالي کړېږي.

هغه وویل:«ښوونځی مې پرېښود تر پنځمه مې ووایه. اوس کار کوم پیسې یې کور ته وړم.»

له بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي تراوسه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د تلفاتو کره شمېر نه‎لري، خو په دغو کلونو کې له بشري حقونو ډېره سرغړونه شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي څرګنده کړه:«بې وزلي له ۳۷ سلنې، پنځوس سلنې ته لوړه شوه، وزګاري ده. ناامنۍ دي. څه باندې ۳۰ سلنه ماشومان ښوونځيو ته تلای نه شي... دا ټول د دې ښودنه کوي چې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي.»

د شمېرو له مخې د افغانستان په جګړه کې ۲۱۰۰ امریکايي پوځیان وژل شوي، طالبانو په هېواد کې خپل نفوذ پراخ کړی. کارپوهان وايي د افغانستان امنیتي وضعیت د بل هر وخت په پرتله خراب شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه