Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له رسنیو ملاتړي بنسټونه خبریالانو ته د ډېرې پاملرنې غوښتونکي شول

د رسنیو او خبریالانو د ټولګي بنسټونه وايي که‎چېرې حکومت، د رسنیو مدیران، خبریالان او له رسنیو ملاتړي بنسټونه د پېښو په پوښښ کې په همغږي توګه کار ونه کړي، خبریالان او رسنۍ به له ډېرو ګواښونو سره مخ شي.

د خبریالانو صنفي بنسټونو کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې په تېرو اولسو کلونو کې کابو سل خبریالان په هېواد کې وژل شوي خو د هغوی ډېری یې د ملي یووالي حکومت په تېرو څلورو کلونو کې وژل شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د بیان او رسنیو د ازادۍ د قربانیانو په یاد غونډه جوړه شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته د بیان آزادي د حکومت یوازینۍ لاس ته راوړنه بولي چې د هغې په وینا دا لاس ته راوړنه د خبریالانو په ډېرو قربانیو ترلاسه شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته حسینه صاپۍ وايي:« رسنۍ د یوه هېواد ژبه ده او په اوسني عصر کې څلورمه قوه منل شوې ده.»

له رسنیو د ملاتړ بنسټونه په دې باور دي که حکومت د رسنیو مدیران، د خبریالانو او رسنیو ټولنې او همداراز خبریالان په همغږۍ سره کار ونه‎کړي د دوی په وړاندې به ګواښونه لاجدي شي.

د افغانستان د خبریالانو د فډراسیون غړی فهیم دشتي په دې اړه څرګنده کړه:«که‎چېرې دا څلور لوري له سمې ادارې او له وضعیت څخه له سم درک سره له یوبل سره همغږي ونه کړي، موږ به د خبریالانو خونديتوب ته ونه رسېږو.»

یو شمېر خبریالان هم په هېواد کې د خبریالانو د خوندیتوب د څرنګوالي په اړه خپل نظریات څرګندوي.

خبریال راتب نوري په دې اړه وویل:«کله چې تاسې په یوې کورنۍ رسنۍ کې کار کوئ تاسې هېڅکله نې نه شئ ویلای. زه په یوې کورنۍ رسنۍ کې پنځه کلنه تجربه لرم. چاودنه او ځانمرګی کېږي، خبریال باید له ځنډ پرته د پېښې سیمې ته ولاړ شي. زه فکر کوم ښايي چې خبریال ډېر لږ مسوولیت ولري او د رسنیو مدیران ډېر.»

د رسنیو او خبریالانو د ټولګي بنسټونو استازې فریده نېکزاد وايي:«ډېره ستونزه په موږ کې ده. زموږ لپاره زموږ د خبریال او تصویر اخیستوونکي ژوند مهم نه دی، د سرتېرو په شان د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او یوازې هغه څه چې مهم دي، د رسنیو د مدیرانو غوښتنه ده چې هغه خبریال او تصویر اخیستونکی په کې کار کوي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال محمد اغا فاضل سانچارکي هم څرګنده کړه:«موږ باید د نړۍ له تجربې زده کړو. څه په ازاده نړۍ کې او څه په لوېدیځه نړۍ او پر مختللو هېوادونو کې د پېښې له سیمې ژدوندۍ خپرونې شته خو دا نشرات څه ډول ترسره کېږي.»

د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب په اړه دغه ناسته کې د امنیتي ادارو په استازیتوب هېچا ګډون ونه‎کړ.

د غوايي د لسمې په ځانمرګي برید کې د یوه وژل شوي خبریال ورور په دې باور دی خبریالان له هغې وروسته چې وژل کېږي د هغه له کورنۍ نور نو پوښتنه نه کېږي چې کورنۍ او بچیان یې له څه ډول برخلیک سره مخامخ شوي دي.

د وژل شوي شاه مري ورور منیر فیضي وویل:«له دولت څخه هم غواړو چې موږ ډېره جګړه او انقلاب لیدلی د خدای په خاطر بس دی د خدای په خاطر امنیت ونیسئ او د خدای په پار کار وکړئ.»

د خبریالانو د ټولګیو بنسټونو د شمېرو له مخې په تېرو اوولسو کلونو کې کابو سلو خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی او له نیمايي زیات یې د ملي یووالي حکومت په تېرو څلورو کلونو کې وژل شوي دي.

دا غونډه د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د بیان او رسنیو د ازادۍ د قربانیانو په یاد جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ