Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ورځې په سلګونه هېوادوال په قاچاقي توګه ایران ته دورمي

د طلوع نیوز یو راپور ښيي چې په ورځ کې په سلګونه افغان مساپر په قاچاقي توګه له نیمروز نه ایران ته ځي.

دغه رپوټ ښيي، هغه کسان چې د هېواد د پرېښود هوډ لري د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د قاچاق وړونکو له خوا د زرنج ښار په امنیو ځایونو کې ځای ورکول کېږي.

نیمروز ولایت له هېواده د انسان او نشه‎يي توکو د قاچاق لپاره د دروازې په توګه یادېږي. د زرنج مسافرخونې له هغو مسافرو ډکې دي چې ایران ته د سفر لپاره شېبې شمېري.

اصف له دغو کسانو څخه دی چې هڅه کوي د ایران له لارې اروپا ته ورسېږي، هغه د ننګرهار پوهنتون له کمپيوټرساینس پوهنځي فارغ شوی او درې کاله وزګار وه.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«شپاړس کاله مې لیک لوست وکړ؛ ډېرې هیلې مې لرلې چې هېواد ته خدمت وکړم. خو هغسې ونه شو اوس باید خپل هېواد پرېږدم.»

یوازې وزګاري نه بلکې جګړه هغه نور لاملونه دي چې ځوانان یې د هېواد پرېښودلو ته اړ کړي، د مرکزي بغلان د اوسېدونکي بسم الله په شان چې سیمه یې له جګړو سره مخامخ ده او هغه د لارې د ستونزو یادونه کوي.

د ایران په لار مسافر داد الله وویل:«زموږ په ولایت کې جګړه ده موږ د جګړې او طالبانو په خاطر ایران ته درومو.»

لږ ترلږه لس ورځې وخت نیسي چې د ایران او افغانستان ترمنځ له دښتو تېرېدو سره ایران ته ورسېږي، دا له خطرونو او ګواښونو ډکه ده.

د نیمروز امنیه قومندان عبدالقریب مبارز په دې اړه څرګنده کړه:«په دې لاره چې ځي سمه لار نه ده، له ننګونو او ستونزو ډکه لاره ده، حتا داسې کسان هم شته چې په دغو لارو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

خو بل لوري ته د ورځې په سلګونه افغانان یا له ایرانه ایستل کېږي او یا هم په خپله هېواد ته راستنېږي.

د وریښمو پُل د ایران او افغانستان صفري برخه ده.

هېواد ته راستون شوی سفر محمد وايي:«که‎چېرې وږي هم یاست همدلته په هېواد کې دې پاتې شي او ایران ته دې نه ځي.»

هېواد ته راستون شوی حیات الله هم وویل:«له خپلو هېوادوالو غواړم چې د خپل هېواد لپاره خدمت وکړي او په هېواد کې پاتې شي ځکه چې موږ په ایران کې سختې ورځې تېرې کړې دي.»

د روان کال له پیل راهیسې څه باندې نیم مېلیون افغانان له ایرانه ایستل شوي او یا هم په خپله هېواد ته راستانه شوي دي، دا شمېر د تېر کال په پرتله ۵۳ سلنه زیات شوی دی.

خو چې د ورځې څو کسان ایران ته ځي او څومره قاچاق کوونکي په دغه کار کې لاس لري په اړه یې هېڅ کره شمېره نشته، خو هغه څه چې جوت دي دا دي چې قاچاق وړونکي او د دوی شبکې له کومې ویرې او محدودیت پرته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

په دغه راپور کې راغلي چې یو شمېر مساپرین غواړي له هېواد نه بهر امن ځایونو ته پناه یوسي. په راپور کې ویل شوي چې وزګاري له هېواده بهر ته د ډېرو ځوانانو د تلو لامل دی.

شریک یي کړئ