د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ، د «د ټاکنیز نظام اصلاح او افغانستان کې د پارلماني ټاکنو تجربې» تر نامه لاندې یوه څېړنه ترسره کړې او په هغه کې موندل شوې چې په دغې څېړنه کې نیم پوښتل شوي کسان، د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه ناراضه دي.
دغې ارزونه کې د افغانستان د ټاکنیز نظام د اصلاح پر څرنګوالي، د ټاکنو کمېسیون او د ولسي جرګې د غړو د کړنو جاج اخیستل شوی دی.
په دغې څېړونه کې چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې له ۱ زرو او ۳۰۵ تنو سره خبرې شوي، ۴۵ سلنه مرکه شوي کسان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کړنو راضي دي په داسې حال کې چې تېر کال دا کچه ۳۷ سلنه وه.
د افغانستان د سټراټېژیک مطالعاتو غړی سیف الله طه په دې اړه وویل:«ډېری ټاکني اختلافونه د ملي او نړیوالو سیاسي ځواکمنو لوبغاړو په منځګړیتوب حل شوي دي؛ پایله دا ده چې ټاکنیز بنسټونه د خپل حکم اجرايي کېدو لپاره هېڅ وسیله نه لري.»
د وړو ټاکنیزو حوزو رامنځته کول، پارلماني ټاکنو کې د اکثریت یا ساده ټاکنیز سیسټم او د رایې د نه لېږد وړ سیسټم ګډ ترکیب رامنځته کول، د سیاسي ګوندونو او رهبرانو د شفافې حساب ورکونې لپاره د قانون جوړول بیا هغه موارد دي چې انسټېټیوټ یې سپارښتنه کړې ده.
د دغې څېړنې پر بنسټ، ۵۳ مرکه شوي کسان په پارلمان کې د خپلو ګټو په فکر کې دي:«د مرکه شویو کسانو په اتفاق ډېری اکثریت د استازو د ټیټې کچې له ویاندویی ناراضه دي؛ کابو ۵۳ سلنه په دغې نظر پوښتنه کې احساس کوي چې د پارلما استازي یوازې د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.»
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي وايي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون ډېری واکونه ټولو حکومتي بنسټونو ته لېږدول شوي دي؛ په واقعیت کې کمېسیون د خپلو پرېکړو د عملي کولو لپاره هماغه اړین اوزار نه لري.»
دا د یاد انسټېټیوټ لومړنۍ ارزونه د چې د ټاکنیز نظام د اصلاح او ولسي جرګې د غړو د کړنو په اړه یې کړې ده.
خو تر دې وړاندې یاد انسټېټیوټ د اساسي قانون په اړه هم د ولسواکۍ په لاره کې د خنډونو په نوم یوه څېړنه خپره کړې وه.