د بادغیس ولایت پولیس تایدوي چې د دغه ولایت د پولیسو د ریزرف عملیاتو قومندان عبدالحکیم مودودي له څلورو نورو سرتېرو سره یوځای د یکشنبې په شپه وژل شوی دی.
د یاد ولایت پولیس زیاتوي چې طالبانو تېره شپه له هرات سره پر پوله په بند سبزک سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې نور څلور سرتېري ژوبل شوي دي.
د پولیسو ویاند، نقیب امیني څرګندوي چې په دې نښتو کې طالب وسلهوالو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
دی وړاندې وايي چې نښتو کې ۲۲ طالب وسلهوال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د ښاغلي امیني په وینا، اوس مهال په سیمه کې وضعیت ښه دی.
د پولیسو ویاند همداراز وايي:«افغان ځواکونو د نښتې په ترڅ له طالبانو دوه میله پيکا، یو راکټ انداز او اته موټر سایکلونه نیولي دي.»