ولسمشر غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هند ته ولاړ. دی به ډيلي کې د یاد هېواد له لومړي وزیر، نرندرا مودي او یو شمېرو نورو چارواکو سر د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ نن چهارشنبې(د وږي ۲۸مه) په یوه خپرپاڼه کې ویلي دي، ولسمشر غني به د هند لومړي وزیر سره پر لیدو سربېره، د هند د پوهانو او اتکاډمیکو شخصیتونو یوې غونډې ته هم وینا وکړي.
هندي رسنیو هم رپوټ ورکړی چې ښاغلی غني به له لومړي وزیر، نرندرا مودي سره د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د سیمې پر امنیتي حالت خبرې وکړي.
د راپوټونو له مخې د ولسمشر غني او ښاغلي مودي د لیدنې بله موضوع به د سولې په اړه د افغان حکومت هڅې وي.
هند تل د حکومت له وسلهوالو مخالفینو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ویجېی ګوکهکالي «د هند ـ ا فغانستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي همکاریو ګډې ډلې» په ناسته کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی وو. هغه د خپل سفر په ترڅ کې ولسمشر غني ته د هند د سفر بلنه ورکړه.