د ښځینه او نارینه لوبغاړو په ګډون بامیانو کې د بایسکل ځغلونې غرنۍ لوبې یا کراس کانټري ترسره شوې.
دا سیالۍ د ۵۰ لوبغاړو په ګډون تېره ورځ(جمعه د تلې په ۶مه نېټه) د غرني بایسکل ځغلونې سیالیو پراختیا په موخه په لاره واچول شوې.
د سیالۍ ترسره کېدو لپاره د بامیانو ولایت د اژدر دره ټاکل شوې وه.
سیالیو کې د نارینهو په برخه کې مهدي محمدي لومړی، نوروز دوهم او فایق دریم شول.
د مېرمنو له ډلې هم طاهره شایګان، صدیقه صدیقي او نجلا سخيزاده په ترتیب سره لومړۍ، دوهم او دریم مقامونه خپل کړل.
د سیالۍ مخکښو څېرو ته نغدي جایزې او مډالونه ورکړل شول.