د اندونیزیا سیمهییز چارواکي وايي د تېرې ورځې شوې زلزلې د قربانیانو شمېر ۸۳۲ تنو ته رسېدلی. دا چارواکي زیاتوي چې ۵۰۰ نور ټپیان دي او یو لسګونه نور هم لا ورک دي.
تېره ورځ(شنبې د تلې په ۸مه نېټه) د اندونیزیا په «سولاویسی» ټاپو کې څونامي له کبله د قربانیانو شمېر کابو ۴۰۰ تنه ښودل شوی وو.
همداراز د یادې څونامي وروستیو څپو د پالو ښار اوسېدونکي وویرول او د «سولاویسی» ټاپو اوسېدونکو شپه په آزاده فضا کې سبا کړه.
له دې سره هم مهاله د اندونیزیا چارواکو د سولاوزي ټاپو مرکزي او سویلي سیمو له اوسېدونکو غوښتنه کړې ده چې خپر کورونه پرېږدې او لوړو سیمو ته ولاړ شي.
د رویټرز د خبري آژانس د راپور له مخې د لومړنۍ زلزلې اندازه چې د جمعې پر ورځ شوې وه، ۷،۷ ریښتره وه.
د اندونیزیا د ناورین مدیریت مرکز چارواکي وايي د پېښې له کبله زرګونه کورونه، روغتونونه، هټلونه او پلورنځي وران شوي دي.
د سره صلیب بنسټ چارواکو ویلي دي چې ژغورونکې ډلې زیانمنو سیمو ته رسېدلي دي.
د سره صلیب په خبرپاڼه کې راغلي دي:«موږ اوس مهال د پالو ښار د ورانیو په اړه محدود مالومات لرو، خو له دونګالا مو هېڅ خبر نه دی اورېدلی او دا د اندېښنې وړ ده. هلته له ۳۰۰زرو زیات کسان ژوند کوي.»
انتا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې د پالو زندان د دیوالونو نړېدو له کبله د ۵۶۰ بندیانو له ډلې کابو نیمايي تښتېدلي دي.