د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کوي چې حکومت کابل کې له ځينو بهرنیو سفارتونو سره په هملاسۍ، د تلې په ۲۸ مه به ټاکنې مهندسي کړ.
ښاغلي حکمتیار چې نن جمعه (د تلې په ۲۰ مه) د «ملي یووالي د سترې ټولګې» په دویمه ورځ کابل کې وینا کوله وویل، چې د ولسي جرګې ټاکنې به د افغانستان په ۳۶ سلنه خاوره کې ترسره شي، ځکه چې د هغه په وینا د هېواد ځينې برخې په قصدي توګه ناامنې کړل شوې چې ټاکنې په کې ترسره نه شي.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون به ګټوونکی او بایلونکی د خلکو د رایو پر بنسټ نه بلکې، د بهرنیو اغېزناکه لورو پر حکم پرېکړه وکړي. دغه پرېکړه به هغوی (سفارتونه) وکړي چې کوم نوماند بریالی او کوم بایلونکی دی.»
د دغې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یو شمېر سیاسي ګوندونو د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعیت په تړاو د خپلو بحثونو پایله اعلان کړه.
له بایو مېټریک دستګاوو نه پر کار اخیستنې سربېره په هېواد کې د جګړې د درېدو، د لارو چارو لټول او د ټاکنو د روڼتیا تضمین، د ټاکنو پر ورځ د دغه بهیر د پرېکړهلیک نورې برخې دي.
د محاذ ملي ګوند غړی احسان الله صدیقي په دې اړه وايي:«د ملي یووالي ستره ټولګه، له حکومته غواړي چې د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه د بېځایه پلمو د راوړلو پر ځای، عملي ګامونه پورته کړي او ژر تر ژره زمینه برابره کړي.»
خو له دې ټولو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رڼو او د خلکو د ارداې پر بنسټ د ټاکنو د ترسره کېدو ژمنه کوي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي څرګنده کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون په رڼه، صادقانه او عادلانه توګه به حساب کړي چې چا ډېره رایه ترلاسه کړې او چا کمې ترلاسه کړې دي او دا د افغانستان د خلکو پرېکړه ده.»
ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو اوو ورځو – د تلې ۲۸ – په هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي – هغه ټاکنې چې په هغه کې د غزني ولایت په استثنا سره د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ تنو ځانونه نوماند کړي دي.