اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په نادریه لېسه کې خپله رایه وکاروله.
نوموړي له رايې اچونې وروسته، خبریالانو سره په خبرو کې وویل ولس باید په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او په وینا يې امنیتي اندېښنې دې نه لري.
اجرائیه رییس وویل، سره له دې چې دښمن د ګډوډولو هڅه کوي خو خلکو خطر پر غاړه اخیستی او د رايې اچونې مرکزونو ته راوتلي دي، په وینا يې په داسې خلکو ویاړ پکار دي.
هغه په کندهار کې د جنرال عبدلرازق وژنې ته هم اشاره وکړه او ويې ویل، د افغانستان خلک د هغو قربانیو پر ارزښت پوهېږي چې د دې خاورې لپاره شوې دي.
عبدالله عبدالله وویل د امنیت د تامین لپاره ډېره هڅه شوې، خو په وینا يې د ټاکنیز بهیر له نوي سیستم سره ښايي په پیل کې ستونزې موجودې وي.
تر هغه وړاندې ډاکټر محمد اشرف غني هم خپله رایه وکاروله، د هغه دویم مرستیال سروردانش او د امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر هم خپلې رايې وکارولې.
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې هم پر افغانانو غږ کړی چې د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه وکاروي.
دې ټولنې په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د ډیموکراسۍ لپاره پر سیاسي غونډو بریدونه ورته د منلو نه دي.
نن (شنبه، د تلې ۲۸مه) له دوو ولایتونو پرته په ټول هېواد کې د رایې اچونې بهیر په اوه بجې پیل شو، چې تر څلورو بجو به دوام وکړي.