هندي رسنیو راپور ورکړی دی چې د یوه افغان پیلوټ تېروتنه د دي لامل شوه چې د نوي ډیلي نړیوال هوايي ډګر د هند د امنيتي ځواکونو لخوا کلابند شي.
د راپورونو له مخې پیلوټ له الوتنې څو دقیقې مخکې د یرغمل نیوني بټنه کېکاږلې ده.
د هند امنيتي ځواکونو وروسته له دوو ساعتونو الوتکې ته الوتنې اجازه ورکړه.
په الوتکه کې ۱۳۳ سپرلۍ وې او له نوي ډیلي نه د کندهار پر لور خوځېدله.