د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له عطامحمد نور سره لیدلي دي.
هغه د جمعیت اسلامي له اجراییه مشر عطامحمد نور سره په خبرو کې ويلي، چې په افغانستان کې سوله د امریکا او افغانانو ګډه غوښتنه ده.
هغه ویلي: «دې غوښتنې ته د رسېدو لپاره ټول اړخونه سولې ته نږدې شوي دي او تمه ده ژر سولې ته ورسېږو.»
په دې ناسته کې چې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر او د امریکا سفیر جان بس هم برخهوال و، زلمي خلیلزاد د سولې لپاره پر داسې ملي ځواکمنه ډله چې ټولو ته د منلو وي ټینګار کړی دی.
همدارنګه د ولسمشرۍ ماڼۍ له لومړي معاونیته خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې ښاغلي خلیلزاد له جنرال عبدالرشید دوستم سره هم لیدلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، پر سوله ټينګار شوی او دوستم دا هم ویلي، چې له طالبانو سره خبرو کې مهم رول لوبولی شي او ټينګار يې کړی چې باید په دې پروسه کې باید سیاسي حرکتونه هم ناپامه ونه نیول شي.
د امریکا د بهرنیو چار وزارت تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې زلمی خلیلزاد له کابل نه د سیمې هېوادونو ته سفر پیلوي.
زلمي خلیلزاد وړاندې هم کابل، اسلام اباد، عربي متحده اماراتو او قطر ته سفرونه وکړل، چې له طالبانو سره يې هم مخامخ خبرې وکړې.
په افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي په داسې حال کې عطامحمد نور سره لیدلي، چې تېره ورځ مسکو کې د طالبانو استازو هم وویل، چې دوی به له امریکا وروسته له مقتدرو سیاسي ګوندونو او څېرو سره هم خبرو ته کېني.