دا د خپل ډول لومړي بریدونه دي، چې وسلهوال طالبان يې د غزني په امن ولسوالیو، مالستان او جاغوري کې ترسره کوي.
د غزني د ولایتي شورا غړي وايي مالستان ولسوالۍ سقوط ته نږدې شوې او په جاغوري ولسوالۍ کې لا هم جګړه روانه ده.
د دې شورا غړي وايي طالبانو له اجرستان او د ارزګان د خاص ارزګان ولسوالیو له لوري پر مالستان بریدونه کړي او سقوط ته يې نږدې کړې ده.
د ولایتي شورا غړی حمیدالله نوروز وايي: «کومې سیمې چې دوی [طالبانو] نیولې سلګونه کورنۍ ځنې کډوالې شوې، دا ډله د نظامي او غیر نظامي له تفکیک پرته هر څوک ولي.»
تر دې وړاندې مالستان ولسوالۍ ته د خاص ارزګان ولسوالۍ له جګړو هم ګڼې کورنۍ دلته را لېږدېدلې وې.
د ولسي جرګې غړي په دې اړه بېلابېل غبرګونونه لري، چې ځينې يې سیاسي کېدل هم لرې نه بولي، د دې جرګې غړی الله ګل مجاهد وايي: «یا د حکومت زور نه رسېږي یا هم موضوع سیاسي ده.»
په دې جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی باور لري، چې د دې ټولو جګړو علتونه بهرني ځواکونه دي، هغه وویل: «تل له کافرانو مرسته غواړو، چې مه پرېږدئ موږ وژني، راځئ لومړی امریکایان وباسو، بیا د دې حالت ختمولو لپاره زه هم له تاسې سره یم.»
د غزني ګاونډ کې د ارزګان مرکز ترینکوټ او د هېواد لوېدیځ کې فراه هم تېره شپه د وسلهوالو طالبانو د بریدونو شاهدان و.
د فراه ولایتي شورا غړی خیر محمد نورزی وایي: «خلک له دې حالته وېرېږي، په فراه کې امنیتي وضعیت اندېښمنونکی دی.»
خو د ارزګان پخوانی سناتور امان الله عظیمي بیا وايي چې طالبان د مرکز ترینکوټ په پنځه او لس کیلومترۍ کې تګ راتګ کوي.
هغه زیاته کړه: «همدا اوس د ښار په پنځه او لس کیلومترس کې د طالبانو تحرکات شته، تېره شپه يې یوه امنیتي پوسته هم نیولې ده.»
د دې تر څنګ کندوز کې هم طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې څو کلي نیولي دي.
د مشرانو جرګې غړی عبدالله قرلق وايي، هغوی هلته «بدې موخې» لري: «د دشت ارچي په قرلق سیمه کې څو کلي د طالبانو لاس ته لوېدلي او دا ډله دلته بدې موخې لري.»
ویل کېږي یوازې د غزني د جګړې په تېرو دوو ورځو کې د ځانکړو ځواکونو په ګډون شاوخوا ۲۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د پوځ لوی درستیز شریف یفتلي هم د تلفاتو پخلی کوي او زیاتوي چې دا د جګړې برخه ده، هغه وویل: «موږ نه وایو چې تلفات نه لرو، تلفات که کم وي که ډېر؛ تلفات دي، چې جنګ ته لاړ شئ، تلفات به ورکوئ.»
په هېواد کې د روان بد امنیتي وضعیت په غبرګون کې له تېرې شپې راهیسې کابل ښار کې سلګونو تنو لاریون کړی او له حکومته د جدي پام غوښتنه کوي.