طالبانو په قطر کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره د خپلو استازو خبرې اترې تایید کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې زلمي خلیلزاد د خپل ماموریت په لړ کې د دویم سفر په اوږدو کې قطر کې د طالبانو استازو سره درې ورځنۍ خبرې اترې درلودې.
د طالبانو ویاند وايي په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر اوسني حالت خبرې کړې دي.
دیادې ډلې ویاند زیاته کړې ده چې تر اوسه پر کومې موضوع هوکړه نه ده شوې او په یو شمېر رسنیو کې د مؤقت حکومت او راتلونکې ولسمشر په اړه خبرونه له واقعیت نه ليري دي.
د طالب ویاند تر څرګندونو وړاندې اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د دې ناستې د جزییاتو په اړه راپور ورکړ، چې دواړه لوري پر مؤقت حکومت او د دې حکومت د مشرۍ لپاره پر یو کس یوه خوله شوي دي.
زلمي خلیلزاد وړاندې تر دې هم کابل، اسلام اباد، ابوظبۍ او دوحې ته سفر کړی و، چې هغه وخت يې هم له طالب استازو سره لیدلي و.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دا هڅې په داسې حال کې روانې دي، چې ارګ د سولې لپاره د مشورتي بورډ د جوړولو پر هڅو بوخت دی.