وسلهوالو د غور مرکز فیروز کوه ښار لویدیځو بره خان کلي کې درې مسافر وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د غور د والي ویاند، عبدالحی خطیبي وايي یاد مسافر د دایکندي ولایت اوسېدونکي دي چې نن (وشنبې د لړم ۲۸مه نېټه) سهار څلور بجې پرې برید شوی دی.
دی زیاتوي وژل شوي او ټپیان کسان له هرات نه فیروز کوه ښار ته راغلي وو تر څو دایکندي ته ولاړ شي.
نوموړي د دې پېښې په اړه نور جزئیات ور نه کړل.
تر اوسه د برید علت نه دی معلوم شوی او نه يې هم مسوولیت چا پر غاړه اخیستی.