د ایران لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی برایان هوک وايي ایران د عراق او سوريه کې د جنګیالیو د ملاتړ تر څنګ په افغانستان کې هم له طالبانو سره مرسته کوي.
دغه چارواکی وايي، د ایران جوړ شوي فجر په نوم توغندي د افغانستان په هلمند کې افغان پوځ ته په لاس ورغلي.
هوک د توغندیو او د صیاد، توفان او توسن په نومونو د وسلو یادونه هم کوي چې په وینا يې د ایران حکومت دغه توغندي او جګړه ییز توکي د یمن حوثي جنګیالیو، د فلسطین حماس جنبش او دغه راز په منځني ختیځ کې نورو جنګي ډلو ته برابر کړي دي
هغه زیاته کړه: «د فجر توغندي؛ دغه جګړه ییزې وسلې د افغانستان پوځ په هلمند کې له طالبانو لاسته راوړي، زما چپې خواته د بې پیلوټه هوايي نوی سیستم د ۱، ۲، ۳ شهید په نوم ګورئ چې له سقوط وروسته په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو لاسته لویدلی دی.»
په کابل کې د ایران سفارت په خپره کړې اعلامیه کې دا تورونه بې اساسه بللي دي.
له دې سفارته خپره شوې اعلامیه زیاتوي: «په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت د دې غیر واقعي او غیر مستندو دعوو د سخت رد تر څنګ دا بې اعتباره او په سیمه کې يې د امریکا د ایران وېرونې سیاست لړۍ بولي.»
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي دوی ته تر اوسه داسې شواهد ګوتو ته نه دي ورغلي، خو په وينا يې څېړنه کوي.
د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د فجر توغندي په هلمند او د کندهار له هوايي آډې ته نږدې لاسته راغلي او ایران تورنوي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې تر دې دمه طالبانو سره د وسلو مرسته کوي.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې دا څرګندونې بې اساسه بللې دي.