په بغلان ولایت کې د ولسي جرګې د ټاکنو یو شمېر نوماندان په دغه ولایت کې پر ټاکنیزو درغلیو نیوکه کوي.
دوی د دغو نیوکو ترڅنګ داسې سندونه ښيي، چې د دې ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمهییز دفتر مشر د ټاکنو په ځینو مرکزونو کې د درغلیو ترسره کېدل تائید کړي دي.
دغه نوماندان وايي، د بغلان په څو ولسوالیو کې د ناامنیو له امله ټاکنې ترسره نه شوې خو له همدغو مرکزو د رایو ډک صندوقونه راغلل او د ټاکنو کمېسیون هم د دغو مرکزونو رایې شمېرلې دي.
یو له دغو نوماندانو عزیزالرحمان سخي زاده وايي:«موږ د کمېسیون د ولایتي رییس مرکه لرو چې په واضیح توګه بیان وي چې په تاله او برفک کې هېڅ ډول ټاکنې نه دي شوې، موږ ته د منلو نه دي او هغه رایې چې د تاله او برفک په نامه راځي باطلې دي.»
بله نومانده حمیرا کهزاد هم څرګندوي:«نه یوازې په تاله او برفک کې نه دي شوي چې د مرکزي بغلان په خوست او د پلخمري په ځينو برخو کې او په نورو ولسوالیو کې هم درغلۍ شوې دي.»
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دغو شکایتونو ته به رسېدنه وشي او دا کمېسیون به روڼتیا تامین کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي څرګنده کړه:«کهچېرې د ناوړې استفادې او یا هم د بډو او فساد په خاطر له وکیلانو سره د ځينو لیدنې وي هیله ده چې کشفي او استخباراتي بنسټونو سره یې شریک کړئ. دا څرګندونې په دې وخت کې د دغې پروسې په خیر نه دي.»
دغه نوماندان وايي، که ټاکنو کمېسیون سپینې او تورې رایې سره جلا نه کړي نو په پراخو اعتراضونو به لاس پورې کړي.