په سمنګان کې د پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې دوه پولیس سرتېري وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
د سمنګانو سیمهییز چارواکي وایي، دا نښته تېره شپه(شنبې د مرغومې په ۱۵مه نېټه) په درې صوف ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
بل خوا د سمنګان د ولایتي شورا رییس وایي، طالبانو د پولیسو یو شمېر وسلې او مهمات له ځان سره وړي دي.
دا پوسته د درې صوف او مزار شریف په لویه لاره کې موقعیت لري.
د سمنګانو د ولایتي شورا د رییس په خبره اوس په دې پوسته کې پولیس نشته او طالبان په ازادانه ډول چیچل کلي کې تګ را تګ کوي.