د کرلېنګ دغه دوه ورځنی روزنیز پروګرام په نظري او عملي بڼه په بامیانو کې د ۳۰ نجونو او هلکان په ګډون د پنجشنبې په ورځ جوړ او د جمعې په ورځ پای ته ورسېد.
د کرلېنګ د دغه روزنیز پروګرام له جوړېدو موخه په افغانستان کې د کرلېنګ سپورټ میعاري کېدل، پراختیا او وده بلل شوې ده.
بلخوا ټاکل شوې چې یوه نیمه اوونۍ وروسته په بامیانو کې د کرلېنګ ملي لوبډلې ته د غوراوي سیالۍ پیل شي.
یاده دې وي چې دا لوبه په افغانستان کې نوې هغه ده او لوبغاړي یې هم محدود دي.