د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د ګرین ولېج پر کمپ ځانمرګی برید شوی دی.
د کورنیو چارو وزرات ویاند نجیب دانش وايي چې دغه پېښه نن ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوه چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دغه کمپ په وړاندې وچاودېد.
کهڅه هم تراوسه د دغې پېښې د ځاني او مالی زیان په اړه جزییات په واک کې نشته خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغې چاودنې په ترځ د پېښې سیمې ته نږدې کورونو ته زیان رسېدلی دی.
ویل کېږې چې په دغې سیمه کې ځينې بهرني بنسټونه هم موقعیت لري.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي چې د دغې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۰ تنه ټپيان شوي دي.