ولسمشر اشرف غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له نوملیکنې وروسته وویل چې سوله دروېزه (ګدايي)نه کړو او د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو طرحه یې احمقانه وبلله.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل:«که چېرې څوک داسې احمقانه طرحې لري او څو پخواني مامورین چې زما د شاګردۍ وړتیا هم نه لري. راغلي او د لنډمهالي حکومت طرحه وړاندې کوي بیا دې فکر وکړي.»
ولسمشر غني سوله د خپلو پروګرامونو له نیمه پاتې شویو هغو بولي او زیاتوي، د سولې لپاره دروېزه نه کوي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ به هم له پامه ونه غورځول شي.
ښاغلي غني زیاته کړه:«طالبان دوه ټاکنې لري؛ کهچېرې غواړې پاکستان او یا هم نور هېوادونه له هغوی استازیتوب وکړي او یا دا چې غواړي د افغانانو په توګه له ځانه استازیتوب وکړي. کهچېرې غواړي پاکستان یې استازیتوب وکړي، چې موږ له پاکستان سره خبرې وکړو، خو کهچېرې د افغان په توګه راځي له عزت سره دې کور ته راشي.»
په ولسمشرۍ ټاکنو کې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح هم وايي:«له نظم څخه تښتوونکي غله او جنایت کار ته به زارۍ وکړو او نه هم ترهګرۍ ته او هغه سوله چې د افغانستان لپاره راوړو لکه څرنګه چې ولسمشر وویل باعزته او افغان منلې سوله وي.»
سولې ته د رسېدو شعارونه هغه څه دي چې دا ورځې یې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان بدرګه کوي.
بلخوا اجراییه ريیس عبدالله عبدالله هم ولسمشرۍ ټاکنو ته د خپلې نوماندۍ پر مهال تلپاتې سولې ته پر رسېدو ټینګار وکړ.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«طالبانو د سولې لپاره د موکې د لهمنځه وړلو او هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د دوام مسوولیت په غاړ اخیستی دی.»
ښاغلی عبدالله وايي، سوله باید د واقعیتونو پر بنسټ راشي. ښاغلي عبدالله زیاتوي:«د افغانستان له خلکو دفاع هم زموږ دنده او مسوولیت دی، زه یو ځل بیا له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دې له امله مننه کوم چې د خلکو د دفاع لپاره په سنګرونو کې حضور لري او ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي.»
د سولې په اړه د افغان نوماندانو څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو له افغان حکومت سره مذاکرات رد کړي، مګر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، افغانستان کې د سولې لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.