د ایران په زاهدانو ښار کې د پولیسو یوه مرکز ته نېږدې بمي چاودنې څلور پولیس ټپیان کړي دی.
د ایران مهر خبري آژانس د راپور له مخې چاودنه تېره شپه(سېشنبې د سلواغې په ۹مه نېټه) د دې هېواد پلازمېنې تهران په کابو یو نیم زرکیلومترۍ کې شوې ده.
د ایران په سویل ختیځ کې سیستان بلوڅستان د پولیسو مشر، محمد قنبري ویلي چې چاودنه په لاس د جوړ شوي بم له کبله رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي چې له چاودنې وروسته په سیمه کې د شکمنې بستې د شنډولو په موخه د بمونو د شنډولو ډله ورسېده او د سیمې د تشولو سپارښتنه یې وکړه. نوموړي وړاندې ویلي دي چې د چاودېدونکو توکو د شنډولو پرمهال دوهمه چاودنه شوې چې له کبله یې د بمونو د شنډولو د ډلې څلورو کارکوونکي برسېرن ټپیان شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې د برید مسوولیت د جیش العدل ډلې منلی دی.
یادې ډلې ویلي چې موخه یې د پولیسو پوسته وه.
ایراني چارواکو ویلي چې د پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي.