د تخار ولایت په دشت قعله ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله د دغې ولسوالۍ په سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.
دغو کورنیو چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې له امله خپل کورونه پرېښي دي او د تالقانو ښار ته پناه راوړې ده. وايي چې د هوا سوړوالي او د سرپناه نشتوالي د هغوی لپاره ژوند ستونزمن کړی دی.
دا بېځایه شوي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ سختې نښتې پیل او تراوسه هم روانې دي.
یو له دغو بې ځایه شویو وايي:«موږ راغلو او دلته تالقانو کې مو واړول، له ډېرو ستونزو سره مخ یوو، دا سړه هوا وګورئ دا زما درې ماشومان شدیده تبه لري د درملنې وس یې هم نه لرو،څوک زموږ پوښتنه نه کوي.»
بېځایه شوي وايي، ستونزو ته یې باید رسېدنه وشي.
د تخار د دشت قعله ولسوالۍ یو بل بېځایه شوی هم څرګندوي:«موږ له دولته دا غوښتنه لرو چې زموږ ولسوالۍ امنیت تامین کړي او موږ بېرته هلته بوځي، موږ له هغه ځایه حتا خپل د ځان جامې هم نه دي راوړي وضعیت در دې حده خراب وو.»
بل لور ته د تخار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي، هڅه کوي، چې بېځایه شویو سره زیاتې مرستې وکړي.
د تخار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ريیس سید یاسین په دې اړه وویل:«د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د جګړو له امله د دغې ولسوالۍ یو ډېر شمېر اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ ځينو امنو ځایونو ته او همدارنګه روستاق او تالقانو ښار ته بېځایه شوي دي، چې موږ تېره ورځ د یوې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې پنځه ډلې جوړې شوې، څو په هره برخه کې چې بېځایه شوي دي هغوی په ګوته او هغوی ته رسېدنه وشي.»
د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې هغه مهال نښتې پیل شوې چې وسلهوالو طالبانو د دې ولسوالۍ پر یو شمېر برخو بریدونه وکړل. د دې ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو له مخې، په تېرو دوو اوونیو کې نږدې دوه زره کورنیو خپل کورونه پرېښې او نورو ځایونو ته یې پناه وړې ده.