غزنې کې دوو بیلو هېوایي بریدونو له کبله لس طالب وسلهوال وژل شوي او یوولس نور نیول شوي دي.
دغزني ولایت سیمهييز چارواکي وايي تېر ماښام(جمعه د کب ۳مه نېټه) د یاد ولایت اندړو ولسوالۍ په عاشقوال او جوي چهار کلیو کې د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کې لس طالب وسلهوال وژل شوي دي.
په همدې حال کې دغزني والي څرګندوي چې د افغان ځواکونو بېلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې یوولس طالب وسله وال نیول شوي دي.
دی وايي چې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې چا ملکي کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.