اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي طالبان لا افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته نه دي چمتو شوي.
ښاغلي عبدالله دوشنبې( د سلواغې په ۶مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل طالبان د سولې خبرو اترو بهیر کې صادقانه عمل نه کوي، خو حکومت هڅه کوي د سولې په لار کې پراته خنډونه لیري کړي.
ده وړاندې وویل:«سره له دې چې باید د ټاکنو مسله په جدي توګه تعقیب شي، خو موږ هڅه کوو چې د سولې د بهیر له لارې خنډونه لیري کړو. طالبان تر اوسه له افغان حکومت سره خبرو ته نه دي حاضر شوي، او لا هم په صادقانه دوګه د طالبانو نه چمتووالی، د سولې پر وړاندې خنډ بولم.»
عبدالله همداراز له طالبانو سره په مرکچي پلاوي کې د اصلاحاتو خبر ورکوي.«که خبره دا وي چې مذاکره د چا او څه ډول پلاوي سره وشي، موږ باید په هغې برخه کې انعطاف ولرو. د دولت، سیاسي شخصیتونو او بنسټونو څخه یو پلاوی جوړ شي، هغه پلمه چې طالبان یې لري، رفع به شي، او موږ به د ملي یووالي حکومت په کچه په دې برخه کې مشورې ولرو.»
همداراز اجراییه رییس راتلونکې جوړېدونکې د سولې مشورتي لویې جرګې ته په اشارې وايي هره هڅه چې د باعزته سولې لامل کیدی شي، د خلکو لخوا به یې هرکلی وشي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د سولې په مشورتي لویې جرګې کې چې ټاکل شوې د روانې لمریزې میاشتې په ۲۶ جوړه شي، د هېواد له ګوټ کوټ څخه به دوه تر څلور زره تنه راوبلل شي.
د ولسمشر ویاند هاورن چخانسوري وايي چې د دغې جرګې غړي به له طالبانو د سولې په خبرو کې د سرو کرښو په اړه پرېکړه وکړي.
اجراییه رییس د وزیرانو شورا په ناسته کې همداراز د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او په دې برخه کې د اړوندو بنسټونو د پام غوښتنه کوي.
په همدې حال کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستالۍ دفتر یا یونماو په خپل نوي رپوټ کې چې د یکشنبې په ورځ (د کب په ۵ مه نېټه) خپور شوی، ویلي چې په ۲۰۱۸ ز کال کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله د نورو کلونو په پرتله په بې مخینې توګه زیاتوالی موندلی.
د دغه رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۸ کال په لړ کې د ۹۲۷ ماشومانو په ګډون ۳۸۰۳ تنه ولسي وګړي په جګړو کې وژل شوي دي.
دا رپوټ په ټول کې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۵ سلنه او د ۲۰۱۷ ز کال د وژل شویو د شمېر په پرتله ۱۱ سنله زیاتوالی ښيي.
یونما، د ملکیانو د مرګ ژوبلې "۶۲ سنله" د دولت مخالفو عناصرو، ۳۷ سلنه طالبانو، ۲۰ سلنه داعش او ۶ سلنه نامشخصو عناصرو ته نسبت ورکړی دی.
د ویلو ده چې د ولسي وګړو ۲۴ سلنه مرګ ژوبله د دولت ملاتړ ځواکونو پورې نسبت ورکړل شوی دی.
په دغه رپوټ کې راغلي چې د دغې مرګ ژوبلې ۴ سلنه مسوول افغان امنیتي ځواکونو، ۶ سلنه نړیوالو پوځي ځواکونو او همدارنګه ۴ سلنه دولت پلوه وسلهوالو دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ، د دولت د مخالفو عناصرو لخوا ځانمرګي بریدونه، په ځانګړې توګه داعش او همدارنګه هوايي بریدونه د دولت پلوه ځواکونو لخوا پلټنه، د ولسی وګړو د مرګ ژوبلې اصلي لاملونه دي.