د هېواد د هندبال ملي فدراسیون د ښځو نړیوالې ورځې(د مارچ اتمه) په ویاړ د ښځو د هندبال لوبې ترسره کړې.
دا لوبې په بامیانو ولایت کې د دې ولایت د څلورو لوبډلو په ګډون ترسره شوې.
په لوبو کې د امید په نامه لوبډلې لومړۍ او همداراز اطلس لوبډلې دوهم ځای خل کړ.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې بامیانو کې د ښځینه هندبال لوبډلو د غوراوي په موخه لوبې ترسره شوې.