د امریکا او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه، د کابل او واشنګټن ترمنځ پر امنیتي تړون څه اغېز ولري؟
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د لومړنۍ هوکړې وروسته، پورته مطرح کېږي چې د دې امنیتي تړون برخلیک به څه شي؟
په ورته وخت کې حکومت وايي، دا هوکړه د طالبانو او د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیل زاد ترمنځ د خبرو برخه نه وه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صبغت الله احمدي وايي:«د افغانستان امریکا ترمنځ ستراتیژيکه هوکړه پر خپل ځای ده او ټول موارد به یې عملي شي او زموږ اړیکې هم له امریکا سره کلکې وي.»
د حقوقي چارو شنونکي بیا وايي، د دې هوکړې لغو یا هم تعدیل قانوني ځانګړي شرایط لري او تر هغه چې دا شرایط عملي نه شي، امنیتي هوکړه به دوام وکړي.
د پوهنتون استاد، نصرالله ستانکزی په دې اړه وايي:«که امریکایان داسې چلند وکړي او ځان د افغانستان حکومت پر ځای وبولي، د هوکړې نقض هم دی او په عین وخت کې له حقوقي پلوه د امریکا باور اعتبار ته زیان رسیږي.»
د حقوقي چارو کارپوه، مسی فریور وايي:«که امریکا د هوکړې یوه لوري په توګه د دولت مخالفو وسلهوالو سره خبرې کوي او هوکړې ته رسیږي، دا امنیتي او دفاعي هوکړه په خپل قوت او شرایطو سره پاتې کېږي.»
له بلې خوا د جګړې د موسم په رارسېدو سره، د جګړې په لیکو کې د امریکايي عسکرو ونډې بله پوښتنه را پورته کړې ده، خو د سولې په اړه په دې ګرمو خبرو کې، د جګړې لمبې لا هم پورته کېږي. هغه ډول چې ارزګان کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې ۱۱سرتېري وژل شوي دي.
بل لورته ملي دفاع وزارت د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د ۳۱ تنو له وژل کېدو خبر ورکوي.
په همدې حال کې د چک ولسمشر له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه خبرداری ورکوي.
د چک جمهوریت ولسمشر، میلوس زیمن وايي:«که اجازه ورکړو چې طالبان بیا افغانستان ته ولاړ شي، دوی به بیا دا هېواد د ترهګرو په خوندي ځای بدل کړي او له همدې ځایه به اروپايي هېوادونه او د اطلس اقیانوس په نښه کړي.»
امریکايي او طالب استازو کې قطر کې د سولې په اړه له شپاړس ورځنیو خبرو وروسته، یوه هوکړه کړې چې له مخې به یې امریکايي عسکر افغانستان پرېږدي.