په داسې حال کې چې هر کال ښوونځیو کې زده کوونکې د درسي کتابونو له نشتوالي شکایت کوي، خو د ۱۳۹۸ ښوونیز کال د پیل راهیسې په بازارونو کې د ښوونځیو زده کوونکو لپاره د ښوونیزو کتابونو بازار هم تود شوی دی.
د ښوونیزو کتابونو د چاپ حق محفوظ دی او خرڅلاوو یې د قانون خلاف ګڼل کېږي.
د کابل په جوی شیر سیمه کې د کتابونو پلورنځي، د پوهنې په برخه کې د چاپ شویو کتابونو د پلور یو تود بازار جوړوي.
د کابل اوسېدونکی، شفیق الله دلته راغلی، څو خپلو اولادونو ته کتابونه وپېري، ده ټول هغه کتابونه اخیستي دي چې په ښوونځیو کې تدریس کېږي.
شفیق الله وايي:«دلته هر ډول کتابونه په پلورنځي کې شته. هر کتابل چې په ښوونځي کې تدریس کېږي، دلته شته.»
کتاب پلورونکي د دې سیمې څخه د تصویر اخیستنې مخالفت کوي او هیڅوک هم د خبرو لپاره نه حاضرېږي.
له کامرې پټ وايي، هغه کسانو چې دوی ته کتابونه راوړي، له دوی یې ژمنه اخیستې چې رسنیو سره به مرکه نه کوي.
مدني فعال، علیم داد علیم څرګندوي:«هغه درسي میتود چې د افغانستان ښوونځیو کې دی، نو کتاب یوه اړتیا ده، کله چې زده کوونکی ښوونځي ته ځي او کتاب نه وي، نو اړ دی چې کتاب په بیه واخلي.»
خو پوهنې وزارت بیا بازار کې د دې کتابونو د پلور په اړه داسې وايي.
د پوهنې وزارت ویانده، نوریه نزهت په دې اړه داسې وايي:«موږ پوهنې وزارت په سایټ کې د کتابونو سافټ ږدو او همداراز خصوصي ښوونځیو ته یې هم ورکوو، تر څو دوی یې خپلو زده کوونکو ته ورکړي.»
کتابونو ته نه لاسرسی هغه ستونزه ده چې تل یې د زدهکوونکو غږ پورته کړی، خو په بازارونو کې د کتابونو دا ډول پلور بیا پر حکومت او په ځانګړي ډول پر پوهنې وزارت نیوکې لا زیاتوي چې ولې دا کتابونه دلته پلورل کېږي او زدهکوونکو ته نه رسېږي.