د ناټولووی منشي، ینس سټولټنبرګ خبرداری ورکوي چې له مصالحې پرته به افغانستان کې سوله تامین نشي او د افغانستان حکومت باید د هغې یوه برخه ووسي.
هغه په دې اړه وویل:«د افغاني مصالحې پرته په افغانستان کې تل پاتې سوله نشي راتلی او روښانه ده چې د افغانستان حکومت باید د هغې یوه برخه ووسي.»
دی وړاندې وايي: «موږ له امریکا متحده ایالتو سره له نېږدې کار کوو. د ناټو د ټولو ملګرو او امریکا پیغام دا دی چې موږ یوځای افغانتسان ته ولاړو او په ګډه به هلته د خپل شتون په تړاو پرېکړه کوو، خو دا پرېکړه د خبرو اترو میز سره تړاو لري چې هلته څه تیريږي.»
سټولټنبرګ زیاته کړه چې افغانستان کې د ناټو د پوځیانو شتون له طالبانو سره د سولې خبرو پورې تړاو لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به چهارشنبې او پنج شنبې واشنګټن کې د نړیوالو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر موضوع هم خبرې وکړي.
د ناټو لوی منشي طالبانو ته وايي چې د جګړې په ډګرونو کې به بریالي نشي.
هغه وړاندې وویل: «موږ افغانستان کې د ناټو د روزونکو شمېر زیات کړی دی، ځکه پوهېږو چې د خبرو له لارې هوکړې ته د رسېدو سره طالبانو ته دا پیغام ورکړو چې دوی د جګړې په ډګر کې نشي بریالي کېدی. ځکه موږ د افغان ځواکونو ملاتړ کوو او روزنه ورکوو.»
په همدې حال کې ولسمشر غني وايي هېواد کې د سیاسي اختلافونو لپاره باید سیاسي حل لار پیدا شي.
هغه وویل: «زموږ ملي منسجم نظر دی چې ۴۰ کلنه تپل شوې جګړه پای ته ورسوو او داسې ارزښتونه چې افغانه او مسلمانه ټولنه پرې باور لري، په عمل کې پلې کړو.»
ولسمشر وړاندې وايي حکومت له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی، خو تر اوسه طالبانو د حکومت له استازو سره خبرو ته چمتووالی نه دی ښودلی.