د یمن پلازمینې صنعا کې د هوايي برید په پایله کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
دا برید یوه ښوونځي ته نېږدې شوی دی او د پېښې یو شمېر قربانیان هم هغه زده کوونکي دي چې د ځان ژغورنې په موخه له سیمې په تېښته وو او ګڼه ګوڼه کې ترپښو لاندې شوي دي.
د ښوونځي زده کوونکی، آیت طاهر ویلي دي:«ما ولیدل چې څلورـ پنځه زده کوونکي تر پښو لاندې شول او یوولس نور زده کوونکي ټپیان شول. هغه زده کوونکي چې پر ځمکه پراته وو، د درد احساس یې کاوه.»
حوثي جنګیالي چې د ایران ملاتړ ورسره دی، وايي چې د سعودي عربستان او عربي متحده امارات په مشرۍ ځواکونو دا برید کړی دی.
د عربو ایتلاف لومړۍ پر صنعا برید رد کړ،؛ خو وروسته یې وویل چې د حوثي جنګیالیو سیمه یې په نښه کړې ده، په همدې حال کې حوثیان وايي په بمبار شوې سیمه کې یوازې د خلکو کورونه او ملکي تاسیسات دي.
یمن کې کابو څلور کاله کېږي چې د حوثي وسلهوالو او د یمن دولت ترمنځ جګړه روانه ده. ملګري ملتونه وايي تر اوسه په دې جګړه کې کابو لس زره ملکي کسان وژل شوي دي.