هلمند کې دیني عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو د یوه لاریون په ترڅ کې د روژې په میاشت کې په هېواد کې د جګړې له دواړو غاړو د اوربند غوښتنه کوي.
د لاریون یو ګډونوال هم عبدالحق دی چې تېر کال یې دوه زامن د ماین په چاودنه کې له لاسه ورکړي او نوموړی نور په هېواد کې د وژنو بندېدل غواړي.
عبدالحق وايي که د جګړې دواړه غاړې سوله وکړي، نو زه به د خپلو زامنو وینه وبخښم.
دی وايي:«زما دوه زامن تېرکال په شاه ول سیمه کې خپل کار ته پر لاره وه چې د سړک غاړي ماین ورباندي چاودنه وکړه او دواړه ځای پرځای ووژل شول، دا سیمه ټوله د طالبانو په لاس کي وه، زه دا نه وایم چي زما زامن به د چا په ماین کي وژل شوي وي، خو که چېرې دواړه غاړې کښیني او وسله وغورځوي، زه اماده یم چي د زوی د قتل عاملین وبخښم.»
همداراز لاریون کې ګډون کوونکي دیني عالمان، سپین ږیري، ځوانان او مدني هم د جګړې د پای او ا وربند غوښتنه کوي.
مدني فعال، نظر محمد رودي څرګندوي:«د روژې مبارکې میاشتې په احترام د واړو غاړو څخه غوښتنه کوو چې اوربند دې وکړي تر څو د دې اوربند له لارې د سولې د خبرو لپاره ښه زمینه برابره شي.»
همداراز بل مدني فعال، عبدالحق ځواکمن زیاتوي:«دې څلویښتو کلنو جګړو زموږ هېواد کې ګونډیاني، یتیمان پیدا کړه نور بس دي. د قران په لحاظ دا خلک چي نن راوتلي دي دا ټول د سولې ارمانجن دي، موږ نن تاسو ته قران شریف شفیع کوو چې نور جګړه بس کړئ او اوربند وکړئ.»
همدارنګه دیني عالمان هم وايي په روانو جګړو کې ډېرو خلکو خپل د کورنۍ غړي له لاسه و رکړي دي او نور له جګړو ستړي دي.
دیني عالم، جنت ګل په دې اړه وايي:« په دې روژه کې الله(ج) د دوزخ دروازې بندې او د جنت دروازې خلاصې ساتلي دي، نو دوی دې نور له جګړي لاس واخلي او خپلو کورونو ته راشي. نور دې جګړه نه کوي او نور دې د ورونو ویني نه بهوي.»
بل دیني عالم، عبدالبشیر زیاتوي:«پر لحاظ د خدای او قران نور دې دا مظلوم او بیچاره اولس نه وژل کیږي، نور دې د وینو بهیدل بند کړل شي او نور مو وینه بهیدل نه ده خوښه.»
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په اړه مذاکرات اوس د نړۍ په کچه مطرح شوې ده او د هېواد هم د بیلابیلو خوځښتونو په وسیله د سولي او اوربند غوښتنه کوي.