د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د کابو ۱۲۰ زره امریکايي سرتېرو د استولو په تړاو د نیویارک ټایمز راپور رد کړ.
ټرمپ سېشنبې(د غويي۲۴مه نېټه) سپینه ماڼۍ کې په دې اړه وویل:«فکر کوم دا خبر جعلي دی. خو که(اړتیا وي) آیا دا کار به وکړم؟ تر اوسه داسې کوم پروګرام نلرم.»
هغه زیاته کړه:«هیله لرو چې اړ نشو تر څو داسې یو کار ترسره کړو، خو که اړ شوو نو لا ډېر(له هغه څه چې راپور کې ویل شوي) سرتېري به واستوو.»
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې په سیمه کې د امریکايي سرتېرو د ځای پر ځای کېدو موخه د ایران لخوا د هستوي پروګرام د پیاوړتیا او یا هم امریکا ته د پېښ ګواښ لخوا اقدام کول ښودل شوي وو.
مخکې له دې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي وو چې په سیمه کې د امریکا پر ګډو د ایران برید به د واشنګټن مناسب ځواب له ځانه سره ولري.
امریکا په دې وروستیو کې د ایران پر اوسپنې، فولادو، المونیمو او مسو صادراتو بندیز لګولی دی.
که څه هم امریکا وايي چې پر ایران به د فشار سیاست اجرا کړي، خو ایراني چارواکي وايي د امریکا فشارونو ته به سر ټیټ نکړي.