نیویارک ټانمز روځپاڼې، د ځینو امریکايي چارواکو پر حواله ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد له عدلیې وزارت څخه غوښتي دي چې د هغو امریکايي سرتېرو دوسیې چې په جنګي جرمونو تورن دي د بښنې طی مراحل واک هغه ته ورکړي.
د دغه رپوت پر بنسټ، ځينې کسان چې شونې ده تر راتلوونکې یوې اوونۍ پورې هغوی عفو شي، حتا محکمې ته هم نه دي تللي.
د نیویارک ټایمز د رپوټ پر بنسټ یو له سرتېرو چې ټاکل شوط ده وبښل شي مټیو ګولسټين دی. هغه کس چې په د ۲۰۱۰ کال افغانستان کې د یوه افغان ولسي وګړو په وژلو تورن دی.
د افغانستان د ولسي جرګې ځينې غړي ګواښ کوي کهچېرې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو جنګي جرمونه له پامه وغورځول شي، دا کار به ناوړه پایلې له ځان سره ولري.
ځينې امریکايي حقوق پوهان هم ګواښ کوي کهچېرې ټرمپ دا پرېکړه وکړي دا کار د امریکا قانوني نظام مشروعیت ته زیان رسوي.
د ټرمپ د دغه احتمالي پرېکړې اصلي انګېزه او دلیل روښانه نه دی. سپينه ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت د نیویارک ټایمز د دغه رپوټ په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو هم ګواښ کړی و، د سزا نړیوالۍ محکمې هغو څېړونکو ته چې غواړي په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو په وړاندې د جنګي جنایتونو تورونه وڅېړي، د امریکا ویزه به ترلاسه نه کړي.