ملي امنیت په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د یوې شپږ کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکوي.
د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې (پنجشنبې د غبرګولي په ۲مه نېټه) راغلي دي چې د طالبانو یاده ډله د پیکتیکا مرکز ښرنه کې نیول شوې ده.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، له نیولو شویو کسانو سره تومانچې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د ملي امنیت خبرپاڼه کې همداراز راغلي دي چې نیول شویو کسانو په خپلو کړونو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو په امر یې په ښرنه ښار کې دولتي او اغېزمن کسان تر پيژندګلوی وروسته ترور کول.